په ننګرهار ولایت کې د معاملو د لارښوونې ۱۱ دفترونه د غیرقانوني فعالیت په دلیل وتړل شول

waheed
Wed, Sep 21 2022 10:47 AM
.

د ننګرهار ولایت د ولایت د مقام، عدليې ریاست، مستوفیت، ملي امنیت او د قوماندانۍ د استازو په ګډون یو ګډ هیئت د صفرالمظفر میاشتې په ۲۴ نېټه د سه شنبې په ورځ د مخکني پلان په اساس د جلال آباد ښار د اوومې ناحيې د معاملو د لارښوونو له دفترونو څخه  لیدنه او نظارت وکړ.

یاد پلاوي د دغې ناحیې له ۲۴ دفترونو څخه لیدنه او نظارت وکړ چې په پایله کې یې د معاملو د لارښوونو ۱۱ دفترونه چې په غیر قانوني ډول یې فعالیت سرته رسوه، مهرلاک کړل.

همدا راز ۱۳ د لارښوونو دفترونه چې جواز یې درلود د هغو په کارونو کې د نیمګړتیاو او ستونزو له امله اصلاحي توصیه وشوه، چې د قوانینو او اصلو پر مطابق فعالیت ترسره کړي.

تړل شوي دفترونه به تر هغه مهال پورې مهرلاک وي چې خپل پاتې مالیات يې نه وي ورکړي او د فعالیت جواز یې نه وي ترلاسه کړی.

.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS