د کنړ ولایت د عدليې ریاست د عریضې لیکنې د فعالیت جواز غوښتونکو څخه آزموینه واخیستله
د کنړ ولایت د عدليې ریاست د صفرالمظفر میاشتې په ۱۶ نېټه د سه شنبې په ورځ له هغو خلکو څخه چې غوښتل یې د عریضې لیکنې جواز تر لاسه کړي آزموینه واخیستله.
دغه آزموینه د عدليې ریاست په مشرۍ او د ولایت د کمېټې په شتون کې واخیستل شوه او په هغې کې ۱۱ تنو عریضه لیکونکو ګډون کړی وو چې پایله به یې ډېر ژر د کنړ ولایت د عدلیې ریاست له لوري اعلام شي.

