د جلال آباد د معاملو د لارښوونو ټولنې د مالیاتي جرایمو د لغو کولو په اړه د امیرالمومنین د پرېکړې هرکلی وکړ

waheed
Sun, Sep 18 2022 11:20 AM
1

د ننګرهار عدلیې رییس مولوي فاتح الله فاتح د تېرې اونۍ د پنج شنبې په ورځ د جلال آباد ښار د معاملو د لارښوونو د ټولنې رییس او نورو مسوولینو سره وکتل.

په دغې کتنه کې هغه ټیګار وکړ چې په دغه ښار کې د معاملو د دفترونو کارونه باید منظم او منسجم شي او د قانوني جواز په لرلو سره فعالیت ترسره کړي. همدا راز هغه وویل چې دغه ټولنه باید د عدلیې ریاست د انسجام له ریاست سره همکاره او همغږۍ شي ترڅو د غیر قانوني د معاملو د لارښوونو د دفترونو مخه ونیول شي.

.

په دغې کتنه کې د ننګرهار عدلیې رییس د جلال آباد د معاملو د لارښوونو د ټولني له رییس او مسوولینو سره له اشخاصو څخه د مالیاتي جرایمو د اخیستلو استفتاء هم شریکه کړه. او زیاته یې کړه چې امیرالمومنین د استفتاء په اړه لارښوونه کړې چې د امام صاحب مذهب د راجع قول پر اساس عمل وشي او د امام صاحب قول په بېلابېلو برخو کې له اشخاصو څخه د مالیاتي جرایمو اخیستل (ناجائز) دي.

د ننګرهار عدلیې رییس وویل د دغه لارښوونې پر اساس، وروسته له دې مالیاتي جرایم نه اخیستل کېږي. د معاملو د لارښوونو د اتحادیي مسوولینو د دغې پرېکړې په هرکلي سره وویل چې  دغه پریکړه ستونزو ته د امیرالمومنین جدي پاملرنې او د هغه اخلاص څرګندوي، چې له اسلامي امارت سره به د خلکو  د اړیکو د لاپیاوړتیا سبب شي.

1

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS