د مدافع وکیلانو لپاره د فعالیت د جواز وېش پېل شو

waheed
Thu, Jul 07 2022 9:34 AM

د مدافع وکیلانو لپاره د فعالیت د جواز د وېش بهیر د روان هجري قمري کال د ذوالحجې د میاشتې په اوومه، د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي او ددې وزارت د نورو مقاماتو په شتون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو.

د عدلیې وزارت سرپرست په دې غونډه کې پخپلو پرانیستونکو خبرو کې مدافع وکیلانو لپاره د جواز د وېش له پېل خوښي څرګنده کړه او په دې بهیر کې یې له رامنځته شوي ځنډ څخه خفګان هم څرګند کړ.

هغه زیاته کړه: زیاتو دلیلونو شتون درلود چې مدافع وکیلانو لپاره د جواز د وېش په بهیر کې د ځنډ سبب شول.

هغه وویل چې د اسلامي امارت پر خلاف د رسانه یي تبلیغات، اداري کارونه او عدلیې وزارت ته د مدافع وکیلانو د ریاست لېږدونه مدافع وکیلانو ته د جواز د وېش په بهیر کې د ځنډ لامل شو.

عدلیې وزیر د رامنځته شوي ځنډ په خاطر له مدافع وکیلانو څخه بخښنه وغوښته او دا یې د مدافع وکیلانو حق وباله چې دغه بهیر باید ډېر ژر پېل شوای وای. هغه زیاته کړه چې له هغو کسانو څخه یو کس چې په دې ارزونه کې ناکام پاتې شوی وه، له عدلیې وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه چې د عدلیې وزارت لخوا ونه منل شوه.

هغه له دوو برخو سره یو طبابت او بل له مدافع وکیلانو سره واسطه او سترګې پټول ستر خیانت وباله، هغه وویل چې په طبابت کې د خلکو د ژوندانه موضوع او په وکالت کې د خلکو د حقوقو موضوع مطرح ده او په دغو دوو برخو کې غفلت یا تغافل ډېر ستر ظلم دی.

د عدلیې وزیر مدافع وکیلانو ته توصیه وکړه چې د اصولو او مقرراتو پيروي وکړي او پخپلو کارونو کې دې غفلت ونه کړي او د خلکو قضیې دې په سمه توګه پرمخ یوسي ځکه چې دا یو ډېر ستر مسئولیت دی.

په پای کې د عدلیې وزیر په یو شمېر هغو مدافع وکیلانو چې د ارزونې بهیر یې په بریالیتوب سره تېر کړی و، د فعالیت جوازلیکونه ووېشل.   

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS