د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د انسجام لوی ریاست خبرتیا

waheed
Thu, Feb 24 2022 11:15 AM

هغو ټولو ټولنو او خیریه بنسټونو ته چې د فعالیت جواز موده یې پوره او یا تېره شوې وي او غیر قانوني فعالیت کوي مخکې خبر ورکړل شوي و چې د دې خبرتیا د اعلان له نېټې ۲۰/۱۰/۱۴۰۰ څخه وروسته تر (۳) مېاشتې پورې د خپل د فعالیت جواز د ثبت، اخیستلو او یا د جواز د نوي کولو لپاره عدلیې محترم وزارت ته مراجعه وکړي چې له نېټې یې یوه نیمه میاشت تېره شوې ده خو له ټولنو او خیریه بنسټونو څخه هیڅ یو د جواز نوي کولو او یا د نوي جواز د اخیستنې لپاره مراجعه نه ده کړې.

په ټینګار سره لارښوونه ورته کېږي څو خیریه بنسټونه او ټولنې د جواز نوي کولو او یا د نوي جواز اخیستلو لپاره مراجعه وکړي  پرته له هغه به ورسره قانوني چلند وشي.

او همداراز له ټولو خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کېږي تر څو د خپل فعالیت په جریان کې له اشخاصو، هټیوالو او یا کورنیو څخه پیسې وانخلي.

د مراجعې په وخت کې دې د دریو کلنو کړنو رپوټ له ځان سره راوړي.

د انسجام د لوی ریاست اداره

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS