د نیمروز ولایت د عدليې نوی رئیس وپېژندل شو او په کار يې پیل وکړ.

waheed
Wed, Jun 16 2021 9:53 AM
.

د فراه ولایت د عدليې پخوانی رئيس محمد امان هلالي چې په  وروستیو کې د نیمروز ولایت د عدليې رئیس په توګه ټاکل شوی دی، د سې شنبې ورځې د غبرګولي په ۲۵ مه  د نیمروز د والي مرستیال او سیمه ییزو مسوولانو له خوا د دغه ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

د نیمروز د والي مرستیال عبدالنبي براهوي د ښاغلي هلالي د پېژندنې پر مهال هغه  ته د نوي منصب د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې اړتیا ده شکایتونو او حقوقي شخړو ته په وخت سره د دغه ریاست له لارې رسیدګي صورت ومومي.

له بلې خوا، د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نوي رئيس وویل چې له فساد سره د مبارزې، د قانون د واکمنۍ، شکایتونو ته د رسیدګۍ، حقوقي شخړو او د دغه ریاست د نورو مسوولیتونو په برخو  کې به جدي کار وکړي. هغه همداراز د عدليې له ریاست سره د ولایت مقام او نورو سیمه ییزو ادارو د همکارۍ او د دغو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا غوښتونکی شو.

.

د ولایت د مقام مرستیال او نورو مسوولانو له دغه ریاست  سره له خپلې همکارۍ څخه ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS