د عدلیې وزارت د قانون جوړونۍ او د علمي – حقوقي څېړنو د چارو لوی ریاست مرستیال معرفي شو
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ربیع الآخر د میاشتې په ۱۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د یوې ناستې په ترڅ کې د یاد وزارت د قانون جوړونۍ او د علمي – حقوقي څېړنو د چارو لوی ریاست نوی مرستیال معرفي کړ.
د عدلیې وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، محترم مولوي عبدالرحیم بلالي په دویمه رتبه بست کې د قانون جوړونۍ د چارو د لوی ریاست د مرستیال په توګه تعیین شوی دی.
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د دغه وزارت د قانون جوړونۍ د چارو لوی ریاست د نوي مرستیال د معرفي کولو پر مهال، د مسئولینو پر اخلاص، صداقت او مسئولیت منلو ټینګار وکړ او توصیه یې وکړه چې ټول مسئولین دې خپلې کاري چارې په مشوره او همغږۍ سره پر مخ یوسي.
په دې ناسته کې د عدلیې وزارت نورو مرکزي رئیسانو هم ګډون درلود او د قانون جوړونۍ لوی ریاست مرستیال ته یې د نوي مسئولیت د مبارکۍ ویلو ترڅنګ هغه ته د بریالیتوب هیله وکړه.
محترم مولوي عبدالرحیم بلالي له دې وړاندې د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو په وزارت کې دنده ترسره کړې ده.
