د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

barekzai_admin
Sun, Sep 20 2026 2:56 PM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د مالي او اداري معینانو او مرکزي رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د وزارت د فعالیتونو، اړوندو کاري چارو ته د مسؤولینو د جدي پاملرنې، د علماوو په کمېټو کې د علماوو د استخدام د څرنګوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

په یاده ناسته کې محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي نظام ته پر ژمنتیا، ولس ته پر خدمت کولو او مسؤولیت منلو او په کاري چارو کې پر اخلاص او صداقت ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر هم وویل چې د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه وروسته په عدلیې وزارت کې پراخ اصلاحات رامنځته شوي دي. نوموړي له مسؤولینو څخه وغوښتل چې خپل ځانونه د شریعت له اصولو سره برابر کړي.

په دې ناسته کې د بحث وړ موضوعاتو په هکله هم لازمې پرېکړې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS