د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل او له هغوی سره یې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د عدلیې وزیر وویل چې اسلامي نظام په قربانیو ترلاسه شوی او د هغه پیاوړتیا او ورڅخه ملاتړ د هېواد د ټولو اتباعو دنده ده. نوموړي زیاته کړه چې افغانستان زموږ ټولو ګډ کور دی او د هېواد ودانول د ټولو ګډ کار ته اړتیا لري.
نوموړي د نظام د پیاوړتیا او حکومتولۍ په برخه کې د هېواد د سیاسي چارو شنونکو او کارپوهانو رول ارزښتمن وباله او څرګنده یې کړه چې ستونزې د خبرو اترو او افهام او تفهیم له لارې حل کېږي.
په دې کتنه کې د هېواد د سیاسي چارو شنونکو په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل چې له نظام سره به همکار وي. دغه راز هغوی د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او له زورواکو څخه د غصب شویو ځمکو د استرداد بهیر یو ډېر مهم او ګټور ګام وباله.
په دې کتنه کې، سیاسي کارپوهانو او شنونکو په بېلابېلو برخو کې ځینې ستونزې هم شریکې کړې او د عدلیې له وزیر څخه یې هغو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه او د عدلیې وزیر ډاډ ورکړ چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې به لازم اقدامات ترسره شي.
