په تېره یوه مياشت کې د ۳۶۰ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت شوی دی

barekzai_admin
Thu, Jul 23 2026 11:50 AM
.

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو کې د ۳۶۰ عریضه ليکونکو له فعاليتونو څخه نظارت ترسره کړی دی.

نظارتي پلاوي د دغو عریضه لیکونکو د فعالیت جوازونه، د عریضو د لیکلو څرنګوالي او نور اړین موارد بررسي کړي چې په پایله کې یې د ۳ عریضه لیکونکو کار د سرغړونو او غیرقانوني فعالیت له امله درول شوی دی.

همدارنګه د نورو عریضه لیکونکو په فعالیتونو کې یو شمېر ستونزې او نیمګړتیاوې مشخصې شوې چې پلاوي د یادو ستونزو د حل او د چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه هغوی ته لازمې توصیې کړې دي.

د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست په همدې موده‌ کې د عریضه لیکنې د فعاليت د جواز له ۱۶  تنو غوښتونکو څخه ازموينه اخیستې، ۱۱ تنو ته یې نوي جوازونه ورکړي  او ۵۹  نور جوازونه یې تمديد کړي دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS