په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۴ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول
د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د شعبان د مياشتې په لومړۍ نېټه د سهشنبې په ورځ د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د فعاليت جوازونه، د معاملاتو څرنګوالی او یو شمېر نور اړين اسناد تر بررسي لاندې ونيول شول چې په ترڅ کې یې د معاملاتو لارښوونې ۴ دفترونه د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول.
همدارنګه د نورو دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او د هغو کورونو په کرایې ورکولو څخه هم ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې کرایه له لس سلنې څخه ډېره شوې وي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.
