د عدلیې وزارت د مدرسة العدالة د حدیثو له لويې دورې څخه د ۱۲تنو فراغت

barekzai_admin
Tue, Jan 06 2026 3:17 PM
.

  د عدلیې وزارت د مدرسة العدالة د حدیثو د لويې دورې د فاضلانو د دستاربندي او فراغت مراسم د رجب المرجب د میاشتې په ۱۶مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د یادو فاضلانو او د عدليې وزارت د مقاماتو او مسؤولینو په ګډون ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس، محترم مولوي احسان الله وثیق، مالي او اداري رئيس، محترم شیخ الحدیث مولوي سید حبیب الحبیب، د دعوت او ارشاد رئیس، محترم مولوي سعیدالرحمن سعید او د عدلیې وزارت نورو رئیسانو او مسؤولینو ګډون درلود.

په یادو مراسمو کې د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو عمومي رئیس، محترم مولوي احسان ‌الله وثیق د علم پر فضیلت، په حکومتدارۍ کې د هغه پر اهمیت او د علم پر دنیوي او اخروي ګټو خبرې وکړې. نوموړي وویل چې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو له مخې، هغه څوک چې علم لري او د شریعت پر اوامرو او نواهیو پوهېږي، له هغه چا سره چې علم نه لري هېڅکله برابر نه دی. همداراز هغه حکومتداري یو لوی امانت وباله او زیاته یې کړه چې د حکومت د چارو پرمخ وړلو لپاره په ځانګړي ډول په هغو برخو کې چې د «حق‌العبد» موضوعات مطرح دي، د علماوو جدي اړتیا احساس کېږي.

د عدلیې وزارت د مالي او اداري چارو رئیس، محترم شیخ‌ الحدیث مولوي سید حبیب الحبیب هم یادو مراسمو ته په خپله وینا کې له فراغت څخه وروسته د فاضلانو مسؤولیتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د فاضلانو اساسي موخه دې دا وي چې د علم حیثیت وساتي تر څو د هغوی په ظاهر او باطن کې یې اغېزه څرګنده شي او د وخت له ضایع کېدو څخه هم مخنیوی وکړي.

په یادو مراسمو کې د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د صحیح البخاري کتاب په اړه معلومات وړاندې کړل او د بخاري شریف ختم یې ترسره کړ.

د حدیث شریف په دې دوره کې چې د عدليې وزارت د دعوت او ارشاد رياست له لورې ترسره شوې وه او ۹ مياشتې يې دوام وکړ، ۱۲ تنو ګډون درلود چې د نن ورځې په مراسمو کې یې پر سرونو د فضیلت دستارونه کېښودل شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS