په پنجشیر ولايت کې د ۴۲ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
Wed, Aug 20 2025 9:55 AM
.

 د پنجشیر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.

تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د مرکز اړوند منجهور کلي کې د دوه څلوېښت (۴۲) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسي لاندې ونيوله.
هئيت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې په اړه دې املاکي څېړنې ترسره شي او د وروستنۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي. 
همدارنګه، په دې ناسته کې د غصب شویو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بررسي لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS