په کندز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۳ دفترونه وتړل شول

barekzai_admin
Mon, Aug 18 2025 10:03 AM
.

 د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، کندز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د ثبت کتابونه، جوازلیکونه، رسمي‌سټې، لوحې او نور اړين سندونه بررسي کړل. 
پلاوي د ياد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۳ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل او د پاتې نورو دفترونو متصديانو ته یې د موجودو نيمګړتياو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه لازمې توصيې وکړې.
همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو متصديانو هم خپلې شته ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS