د عدلیې وزارت د دوو مرکزي رياستونو کارکوونکو لپاره د زده کړه ییزې برنامې پای ته رسېدل

د حقوقي مرستو ریاست او د امارت د قضایاوو عمومي ریاست کارکوونکو لپاره «د فقهې عمومي قواعدو تشریح» تر سرلیک لاندې، دوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې د صفرالمظفر د مياشتې په ۱۷ او ۱۸مه نېټه د دوشنبې او سهشنبې په ورځو د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.
د يادې زده کړييزې برنامې په ترڅ کې چې د یادو ریاستونو ۲۳ تنو مسلکي غړو ګډون درلود د حنفي مذهب له مخې د عمومي قواعدو تشریح او توضیح له تطبیقي بېلګو سره، د فقهي قواعدو مفهوم، له فقهي نظریې او فقهي ضابطې سره د فقهي قواعدو توپیر، د فقهي قواعدو مصادر او ډولونه یې، د فقهي قواعدو اهمیت او د فقهي قواعدو د ډولونو په هکله زده کړې ورکړل شوې.
د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظم ډول زده کړه ییزې برنامې جوړوي ترڅو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د لاپیاوړتیا لامل شي.