په پنجشير ولايت کې د ۲۲۵ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د پنجشير ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د مياشتې په ۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت په چشمه ميدان ساحه کې د دوه سوه پنځه ويشت (۲۲۵) جریبه ځمکې دوسیه تر بررسي لاندې ونیوله او پرېکړه یې وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه بشپړه شي.
په دې ناسته کې د غصب شویو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.