د پکتيا عدليې رئيس د څمکنۍ له ولسوال او نورو سيمه‌ييزو مسؤولينو سره ولیدل

barekzai_admin
Tue, Jun 03 2025 3:07 PM
.

 د پکتيا ولايت د عدليې رئيس مولوي فاتح الله فاتح او ورسره مل پلاوي د ذی‌الحجې د مياشتې په ۵‌مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د څمکنۍ ولسوالۍ له ولسوال او د یادي ولسوالۍ يو شمېر نورو سيمه‌ييزو مسؤولينو سره لېدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د پکتيا ولايت عدلیې رئيس د معاملاتو لارښوونې دفترونو، اتحادیو، موټر پلورنځيو، خيريه بنسټونو او عريضه‌ليکونکو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او له مسؤولينو سره یې لازم معلومات شريک کړل.
د عدلیې رئيس او مل پلاوي د یادې ولسوالۍ له سیمه‌ییزو مسؤولینو سره تر لېدنې وروسته، د دغې ولسوالۍ په کچه له اړوندو برخو څخه نظارت هم ترسره کړ. نوموړي له مسؤولينو سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې د پخوانيو سټو پر ځای له نويو سټو ګټه پورته شي، د اسلامي امارت نافذه قوانين او اصول دې مراعات او ولس ته دې اغېزمن، شفاف او ښه خدمتونه وړاندې کړل شي.
همدارنګه، د عدليې رئيس د اړوندو برخو مسؤولينو او متصدیانو ته د چارو د لا ښه تنظيم په موخه لازمې توصیې وړاندې کړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS