د عدلیې وزارت پېژندنه

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت په مرکز کې د وزارت مقام، مسلکي معینیت، مالي او اداري معینیت، د حقوقي او تقنیني چارو مشاور، د لومړي بست (۳) ریاستونو، دوهم بست (۲۷) ریاستونو، د قضایاوو د ثبت سیستم مستقل آمریت او د مملکت په کچه په هر ولایت کې د دوهم بست یو د عدلیې ریاست چې مجموعاً (۳۳) ریاستونه کېږي او په کابل ولایت کې د امارت د قضایاوو له ریاست څخه تشکیل شوی مهم وزارت دی.   

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د اړوند لیدلوري د تحقق لپاره د اړوندو واحدونو په واسطه لاندې فعالیتونه ترسره کوي:

 

الف: د قانون جوړونې په چارو او علمي حقوقي څېړنو په برخه کې:

۱- د حنفي فقهې د اصولو په رعایتولو سره د تقنیني سندونو برابرول؛

۲- د هغو تقنیني سندونو د مسودو تدقیق چې له مراحلو څخه د تېرولو لپاره د وزارتونو او امارتي ادارو په واسطه وړاندې کېږي.

۳- د هېواد د حقوقي نظام د بشپړولو په منظور د تقنیني سندونو د برابرولو او له مراحلو څخه د تېرولو وړاندیز؛

۴-د قانون جوړونې په چارو کې د علمي-حقوقي څېړنو ترسره کول؛ 

۵- د حنفي فقهې د اصولو او نافذه تقنیني سندونو په رعایتولو سره د بین المللي معاهداتو او میثاقونو (کنوانسېونونو) په اړه د نظر څرګندول؛

۶- وزارتونو او امارتي ادارو ته د هغو د غوښتنې پر بنسټ د قانوني مشورو وړاندې کول او د تقنیني سندونو د حکمونو توضیح کول؛

۷- د تقنیني سندونو د مسودې په برابرولو او له مراحلو څخه د تېرولو په برخه کې د وزارتونو او امارتي ادارو اړوندو مسؤولینو ته زده کړه ورکول؛

 

ب: د امارتي ادارو له حقوقو او ګټو څخه د دفاع او د عامه او اوقافو ملکیتونو د ساتنې په برخه کې:

۱- د عامه حقوقو او عامه ګټو، امارتي یا اوقافو د ګټو په قضایاوو کې د سندونو راټولول او د مدعي د دعوی د دفعې ترتیبول.

۲- د وزارتونو او نورو امارتي ادارو په استازیتوب د محکمو په وړاندې د دعوې اقامه کول.

۳- د وزارتونو او نورو امارتي ادارو په استازیتوب د محکمو په وړاندې د حقیقي او معنوي اشخاصو د دعـوې دفع کول.

۴- د قانون له حکمونو سره سم له عامه، امارتي او وقفي منقولو او غیر منقولو ملکیتونو څخه دفاع.

۵- د قانون له حکمونو سره سم د  وزارتونو او امارتي ادارو، کمېسیونونو، تصدیو، امارتي او ګډو شرکتونو او ښاروالیو ترمنځ د حقوقي شخړو بررسـي او د هغو ترمنـځ د مـصالحې پر بنـسټ د قرار صادرول.

 

ج: د وړیا حقوقي مساعدتونو د وړاندې کولو په برخه کې:

۱- د بې وزله مظنون، تورن او محکوم علیه او په کورنیو (فامیلي) قضیو کې ښځو او ماشومانو ته د حقوقي مشورو ورکول.

۲- د بې وزله مظنون، تورن او محکوم علیه له حقوقو څخه دفاع.

۳- په کورنيو (فامیلي) قضیو کې د ماشومانو او ښځو له حقوقو څخه دفاع.

۴- هېوادوالو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکونې د برنامو جوړول.

 

د: د مدافع وکیلانو د چارو د تنظیم په برخه کې:

۱- په مدافع وکیلانو پورې د اړوندو چارو تنظیم.

۲- د مدافع وکیلانو د فعالیت د جوازلیک ثبت، صادرول او نوي کول.

۳- د مدافع وکیلانو له فعالیتونو څخه څارنه.

 

هـ: د ټولنو (له غریبانو او مسكينانو سره مرستندویه خیریه بنسټونه او د کسبګرو ترمنځ سالمې اتحادیې) د ثبت او د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو د تنظیم په برخه کې:

۱- د اړوند تقنیني سندونو او طرزالعملونو له حکمونو سره سم د ټولنو (له غریبانو او مسكينانو سره مرستندویه خیریه بنسټونه او د کسبګرو ترمنځ سالمې اتحادیې) ثبتول او له فعالیتونو څـخه یې څارنه.

۲-  د قانون له حکمونو سره سم د معاملو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د جواز لیک ثبت او صادرول.

۳-  د قانون له حکمونو سره سم د معاملو د لارښوونې د دفترونو له اجراآتو او فعالیتونو څخه څارنه.

 

و: د تقنیني سندونو، شرعي-حقوقي مقالو او سوداګریزو خصوصیاتو او نښو د خپرولو په برخه کې:

۱- په رسمي جریده او اړوند وب سایټ کې د تقنیني سندونو، معاهداتو او بین المللي میثاقونو او نورو اړوندو حقوقي بین المللي سندونو خپرول.

۲-په رسمي جریده او اړوند وب سايټ کې د سوداګریزو خصوصیاتو او نښو خپرول.

۳- د عدالت په مجلې، وب سایټ او نورو اړوند رسنیو کې د علمي حقوقي مقالو خپرول.

۴- د هېوادوالو د حقوقي پوهاوي په غرض، د رسنیو له لارې د اونيزې، بروشور، پوستر او حقوقي پیغامونو خپرول.

۵- د قوانینو او نورو تقنیني سندونو د ډېټابیس مديريت.

۶- د اړوندو کاري اجراآتو، غونډو، راپورونو او فعالیتونو خپرول.

۷- له رسنیو سره د اړیکو نیول او د اړتیا په صورت کې هغوی ته د اطلاعاتو ورکول.

 

ز: د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق په برخه کې:

۱- د هېواد په رسمي ژبو او د اړتیا په صورت کې په بین المللي ژبو د تقنیني سندونو ژباړل.

۲-د لزوم په صورت کې د هېواد له رسمي ژبو څخه یوې ته د نورو هېوادونو د قوانینو ژباړل.

۳-د قانون له حکمونو سره سم، د غوښتنې په صورت کې د رسمي سندونو د ژباړې تصدیق.

۴-د قانون له حکمونو سره سم د رسمي سندونو د ژباړې د اجازه لیک صادرول.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت مصمم دی د اسلامي شریعت پلي کولو، د افغانستان اسلامي امارت  د تګلارې (پالیسۍ) په رعایتولو سره د ملي ګټو او مصالحو په ساتنه کې د قانون جوړونې د چارو، له امارتي منابعو او شتمنیو څخه د دفاع، حقوقي مرستو، قانوني مشورو وړاندې کولو او د حقوقي عامه پوهاوي، په بېلابېلو برخو کې لکه د مدافع وکیلانو، اتحادیو، خیریه بنسټونو، د معاملاتو لارښوونو، عریضه لیکونکو او د دارالترجمو د ژباړونکو په برخو کې د جوازلیکونو صادرولو او نوي کولو له لارې خپل فعالیتونه د اړوندو ریاستونو او حمایوي واحدونو سره په بشپړې همغږۍ ترسره کړي.