د قرارداد د ورکړې تصمیم خبرتیا

barekzai_admin
.

Publish Date

Closing Date

د عدلیې وزارت په پام کې لري چې د خپل نقلیه وسایطو د اړتیا وړ (۳۷) قلمه پرزه‌جاتو د تدارک پروژه د کابل ۷مې ناحیې د دوغ آباد په قلعه رحیم کې د عیسی الیاس د لوژستیکي خدماتو شرکت ته چې د (۱۰۰۶۲۹) شمېرې جواز لرونکی دی په یو میلیون او نه‌سوه اووه اویا زره او دوه سوه (۱،۹۷۷،۲۰۰) افغانۍ مجموعي قیمت ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې هکله هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د خبرتیا د خپریدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې په لیکل شوي بڼه له دلیلونو سره یو ځای په دارالامان ساحه کې د عدليې وزارت په ودانۍ کې، د یاد وزارت د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.

دغه خبرتیا د قراداد د عقد په معنی نه‌ده او د پورته یادې شوې نېټې او د راتلونکو قانوني مراحلو بشپړولو پورې، قرارداد نه‌منعقد کېږي.