د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
Sun, Jun 14 2026 3:02 PM
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق، د اصلاحاتو د راوستلو او د سالمې ادارې د رامنځته کولو، اهل کار ته د کار د سپارلو، د ژمنو او اغېزمنو بشري ځواکونو د جذب او استخدام په موخه د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مالي او اداري چارو ریاست د خدماتو آمریت اړوند د اړتیا وړ د قراردادی (بالمقطع) برقی (د تعمیراتو ویرنکار) تخنیکي، فني او حرفوي یو بست له ۱۴۴۷/۱۲/۲۷ څخه تر ۱۴۴۸/۱/۷ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۳/۲۳ تر ۱۴۰۵/۴/۲ هـ.ش نېټې سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: قراردادی (بالمقطع) برقی (د تعمیراتو ویرینګ کار) تخنیکي، فني او حرفوي

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: مالي او اداري ریاست

راپور ورکوونکی: د حفظ او مراقبت مدیر

د بست موقعیت: کابل

د بست شمېر: ۱

د دندې موخه:

د نافذو اصولو، طرزالعملونو، لایحو، پالیسۍ او تقنیني اسنادو سره سم، د برېښنا رسولو شبکې د چارو کنټرول او مراقبت، د برېښنا رسولو د شبکو بیا رغونه (ترمیم)، د اړتیا وړ ټولو برېښنايي وسایلو او سامان آلاتو اکمال او د برېښنا اړوند د وزارت په ساحه کې د ټولو چارو پرمخ بېول.

اساسي وظیفې:

• د وزارت د ودانیو د برېښنايي تجهیزاتو او د برېښنا رسولو د شبکې کنټرول او چک کول؛

• د وزارت د دفترونو، دهلېزونو او انګړ د څراغونو کنټرول او چک کول او د اړتیا په صورت کې د هغو نصب او بدلول؛

• اړوند مدیرت ته د برېښنا شبکې د وضعیت په اړه د راپور وړاندې کول، د شبکې د زیانمنو شویو برخو تثبیت او د بیا رغونې لپاره یې د اړتیاوو برآورد کول؛

• د نویو برېښنايي وسایلو او تجهیزاتو د چمتو کولو او پېرلو لپاره د معیاري مشخصاتو برآورد او وړاندې کول او د پېرل شویو اجناسو د سموالي او صحت څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د هغو د مشخصاتو ارزونه؛

• د وزارت او د اړوندو برخو په کچه د برېښنا د عوارضو د لیرې کولو او ترمیم په منظور د برېښنايي وسایلو او تجهیزاتو تسلیمي اخیستل؛

• د وزارت د برېښنا د اغېزمن تأمین په موخه په تخنیکي توګه د برېښنا د کېبلونو نصبول او لېږدول؛

• د برېښنايي بایلرونو نظارت او په خپل وخت د هغو د تخنیکي ستونزو ترمیم؛

• د اړوندې برخې د برېښنايي وسایلو او تجهیزاتو مراقبت او ساتنه؛

• مدیر او ذیصلاح آمرینو ته د اړوندې برخې د فعالیتونو په اړه شفاهي راپور وړاندې کول؛

• د یومیه اجراآتو د ښه‌والي په غرض له اړوند مدیر څخه مشوره او لارښوونه اخیستل؛

• د وظیفې اړوند د نورو ټولو دندو ترسره کول چې د ادارې د اصولو، پالیسۍ او موخو سره سم ورته سپارل کېږي.

د استخدام شرایط:

• د افغانستان تابعیت ولري.

• عمر یې له (۱۸) کالو کم او له (۶۴) زیات نه‌وي.

تحصیلي سویه:

اړتیا نه‌لري

کاري تجربه:

یو کال

لازم مهارتونه:

د فن یا حرفې مطابق د دندو ترسره کولو وړتیا

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره او د کاري تجربې اسناد) سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.