د کارموندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو او علمي- حقوقي څېړنو عمومي ریاست اړوند د تقنیني سندونو د ژباړې مسلکي غړی (پښتو) د درېیمې رتبې دوه بستونه د ۱۴۴۷/۱۱/۳ نېټې څخه د ۱۴۴۷/۱۱/۱۳ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۱/۳۱ نېټې څخه د ۱۴۰۵/۲/۱۰ هـ.ش نېټې سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
د دندې عنوان: د تقنیني سندونو د ژباړې مسلکي غړی (پښتو)
بست: (۳)
وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت
اړونده څانګه : د قانون جوړونې د چارو او علمي-حقوقي څېړنو عمومي ریاست
دپست موقعیت: کابل
د پست شمېر: ۲
راپور وړاندې کول: د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رئیس
د دندې موخه:
- د ملي منل شویو نورمونو او معیارونو سره سم له دري ژبې څخه پښتو ژبې ته د تقنیني اسنادو دقیقه ژباړه.
اساسي دندې
- په ټاکل شوي وخت اصل سند سره په مطابقت کې له دري ژبې څخه پښتو ژبې ته د راجع شویو تقنیني اسنادو دقیقه او معیاري ژباړه؛
- په ټاکل شوي وخت له دري ژبې څخه پښتو ژبې ته د ذیصلاح مقاماتو له لوري د ورسپارل شويو مطالبو او موضوعاتو ژباړه؛
- د پښتو متونو مصحح ته د تصحیح په موخه د ژباړل شوي سند پر وخت سپارل؛
- د سپارل شویو مطالبو او موضوعاتو د معیاري ژباړې په موخه د ژباړې د اصولو مراعت کول او د منل شویو فقهي، حقوقي او تخصصي کلماتو او اصطلاحاتو کارول؛
- د ژباړې پر مهال د کلماتو او اصطلاحاتو یو شان کارونې په موخه د فقهي او حقوقي اصطلاحاتو د لغتنامې (د لغاتو فرهنګ) ترتیب او وده ورکول؛
- په اړوندو فایلونو کې د ژباړل شویو اسنادو ساتل او د محرميت ساتنه؛
مدیریتي دندې:
- ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره، د اړوند ریاست له پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیبول؛
- د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د عندالضرورت راپور وړاندې کول؛
- د نورو اړوندو دندو ترسره کول چې د اصولو، پالیسۍ او د اړوندې ادارې له موخې سره سم ورسپارل کېږي؛
د همغږۍ دندې:
- د ورسپارل شویو چارو ښه پرمخ وړلو په موخه د ریاست له ذیربطو ادارو او شعباتو سره د همغږۍ او د اړیکو تأمین.
د استخدام شرایط:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- عمر یې له (۱۸) کلونو کم او له (۶۴) کلونو زیات نهوي.
سویه او تحصیلي څانګه:
- لږ تر لږه د پښتو ادبیاتو، شرعیاتو، حقوق او سیاسي علومو په یوې څانګه کې او یا په دې معادل د هېواد له داخل یا بهر څخه د دیني مدرسو د لیسانس سند درلودل چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تأیید شوي اوسي.
کاري تجربه:
- لږ تر لږه یو کال.
لازم مهارتونه:
- د اړوندې برخې د لارښوونې او کنټرول وړتیا.
- د اړوندې برخې د پالیسۍ د طرحې او تعیین وړتیا.
- د هېواد په یوې رسمي ژبه (پښتو یا دري) بشپړ تسلط.
- د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارتونه.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي او د کاري تجربې سندونو) سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.