پر اسلامي قوانینو اعتراض، پر شریعت اعتراض دی او قانوني تعقیب لري
د افغانستان اسلامي امارت تقنيني اسناد د افغانستان د جیدو علماوو د ګڼو هیئتونو لخوا د هر وزارت او اړوندې ادارې، د عدلیې وزارت، سترې محکمې او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د دفتر په کچه د الله تعالی د کتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو او د حنفي فقهې د مستندو کتابونو پر بنسټ تدوین او تخریج کېږي. یاد تقنيني اسناد په پرلهپسې ډول له اسلامي شریعت سره د مطابقت له پلوه بررسي کېږي او وروسته له هغې د توشېح په موخه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حضور ته وړاندې کېږي.
د اسلامي امارت په تقنيني اسنادو کې هېڅ یوه داسې ماده، فقره، جزء، بند او حکم وجود نلري چې د اسلامي شریعت مطابق نه وي او شرعي منبع ونلري بلکې په بشپړه توګه د اسلامي شریعت مطابق دي او پر هغو اعتراض، پر شریعت اعتراض دی.
له همدې امله، دا ډول اعتراضونه شرعي او علمي بنسټ نلري بلکې د جهل او یا هم د تجاهل له مخې ترسره کېږي او شرعاً جرم دی او پر دغو قوانینو اعتراض کوونکي کسان به د قانوني تعقیب لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.