په غزني ښارکې د «نوآباد ښارګوټي» کابو ۱۸۴۳ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د پرېکړې په اساس امارتي تثبیت شوه

barekzai_admin
Wed, Oct 15 2025 2:10 PM
.

 د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د غزني ولایت په مرکز کې «نوآباد ښارګوټي» په نامه، د کابو ۱۸۴۳ جریبه ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره پرېکړه وکړه چې یاده شوې ټوله ځمکه امارتي ده.

یاده ځمکه د غزني ښار په شپږمه ناحیه او په دوو کادستري قطعو کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې دوسیه رسماً د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

یادې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو په اخیستو او د متصرفینو د اعتراف په اساس پرېکړه وکړه چې یاده شوې ټوله ځمکه چې ۱۸۴۳ جریبه کېږي، امارتي ده.

د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده چې د ځمکو له غصب څخه  د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون  په همدې منظور رامنځته شوی دی.

دا کمېسیون مسؤولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د امارتي ځمکو بررسۍ لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي هیئت هم لري چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.