د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د عدليې وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د وزارت د اړتیا وړ د فاضلاب تصفیه خانې د ودانولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطنامې نقل په وړیا توګه د اعلان د خپریدو له نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، د آفر پرانیست غونډه د ۱۴۰۳/۳/۱۲ نېټه د شنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د عدليې وزارت په دوه یم پوړ، کین لور د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کیږي.
له داوطلب څخه د آفر تضمین (۳۷۰۰۰۰) درې سوه اویا زره افغانۍ بانکي تضمین یا نغدې پیسې اخیستل کېږي، ناوخته رارسیدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.