د داوطلبۍ خبرتیا

hakeem_admin
.

Publish Date

Closing Date

د عدليې وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د وزارت د لیږدونکو وسایطو د اړتیا وړ (۹۰۰۰۰) لیتره پطرول تیلو او (۶۵۰۰۰) لیتره ډیزل تیلو د تدارک پروژې په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطنامې یو نقل په وړیا توګه د هارډ په بڼه د اعلان له خپریدو نېټې څخه تر۲۱ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، د آفر پرانیست غونډه د ۱۴۰۳/۱/۲۶ نېټه د یکشنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د عدليې وزارت دوه یم پوړ، کین لور د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کیږي.

له داوطلب څخه د آفر تضمین (۴۵۰۰۰۰) څلور سوه او پنځوس زره افغانۍ بانکي تضمین یا نغدې پیسې اخیستل کیږي، ناوخته رارسیدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.