د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د عدليې وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د دغه وزارت د رسمي جریدې، د عدالت میاشتنۍ مجلې او د حقوقي پوهاوي میاشتني اخبار د تدارک او خپرولو په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطنامې یو نقل د (۵۰۰) افغانیو په بدل کې د اعلان د خپرولو له نېټې څخه تر آفر پرانېستلو پورې ترلاسه کړي، آفر پرانیستنه د ۱۴۰۲/۵/۷ د شنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د عدليې وزارت په دوه یم پوړ د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کیږي.
له داوطلب څخه د آفر تضمین (۲۰۰،۰۰۰) دوه سوه زره افغانۍ بانکي تضمین یا نغدې پیسې اخیستل کیږي، ناوخته رسیدل شوي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.