د دفاع وکالت د ورودي ازموینې لپاره د نوملیکنې د مودې د تمدید په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د جواز ټولو متقاضیانو ته خبر ورکوي چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو او د لویو لارو د بندېدو له امله، د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینې لپاره د نوملیکنې موده د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ذوالقعدې میاشتې تر درېیمې نېټې پورې چې د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د ثور (غوي) میاشتې له ۱ نېټې سره سمون لري، تمدید شوې ده.
محترم متقاضیان کولای شي په دې موده کې عدلیې وزارت ته مراجعه وکړي او یادې ازموینې لپاره نوملیکنه وکړي. د ازموینې د شرایطو او منابعو په هکله د لا زیاتو معلوماتو لپاره مخکینۍ خبرتیا ته مراجعه وکړئ.