د داوطلبۍ خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د عدليې وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د عامه مشارکت له لارې په حضوري چمن کې د دغه وزارت د جایداد پر (۱۹۶۶.۰۲۷) متر مربع ځمکه د عام المنفعه ودانۍ د جوړولو د سرمایه ګذارۍ په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د شرطنامې نقل د (۳۰۰۰) افغانیو په بدل کې د اعلان د خپریدو له نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو آمریت د ساختماني چارو د تدارکاتو له مدیریت څخه ترلاسه کړي، د آفر پرانیست غونډه د ۱۴۰۴/۷/۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د عدليې وزارت په دوه یم پوړ، کین لور د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کېږي.
له داوطلب څخه د آفر تضمین دوه میلیونه (۲۰۰۰۰۰۰) افغانۍ بانکي تضمین یا نغدې پیسې اخیستل کېږي، ناوخته رارسیدلې او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.