په عدالت ګاهنامه کې د چاپ لپاره د علمي – تخصصي مقالو د منلو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت ټولو علاقه‌مندانو او لیکوالانو ته خبر ورکوي چې د دې وزارت رسمي خپرندویه ارګان د عدالت ګاهنامه، د دغې خپرونې راتلونکې ګڼې لپاره د هغوی علمي ـ تخصصي (شرعي او حقوقي) مقالو منلو او خپرولو ته چمتو ده.

له همدې امله له ټولو محترمو لیکوالانو څخه چې په دې خپرونه کې د خپلو مقالو خپرولو ته لیوالتیا لري، په درنښت غوښتنه کېږي چې د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو ریاست سره د لاندې اړیکو لارو له مخې اړیکه ونیسي ترڅو لازمه همغږي وشي.

برېښنالیک: adalat@moj.gov.af

وټساپ: ۰۷۴۴۶۶۲۸۲۸