د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د عدلیې وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د کندهار ولایت د عدلیې ریاست، د داراتادیب آمریت د (۱۵) قلمو اعاشوي موادو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړوند شرطنامې نقل د (۵۰۰) افغانیو په بدل کې د اعلان له خپریدو نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د عدلیې وزارت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي. د آفر پرانیست غونډه د ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ نېټه د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د عدلیې وزارت د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کېږي.
له داوطلب څخه د آفر تضمین پنځهسوه زره (۵۰۰۰۰۰) افغانۍ د بانکي تضمین په ډول اخیستل کیږي. ناوخته رارسیدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نهدي.