د افغانستان د اعصابو ډاکټرانو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

 په دې وروستیو کې د اعصابو یو شمېر ډاکټرانو د عدلیې وزارت د مقام ترسرلیک لاندې د یو رسمي غوښتنلیک په ترڅ کې د اعصابو ډاکټرانو د اتحادیې د جوړېدو غوښتنه کړې ده چې د دغه وزارت اړوندې برخې د یادې اتحادیې د جواز د صادرولو د رسمي پړاوونو په ترسره کولو بوختې دي.

په همدې اساس، د عدلیې وزارت د اعصابو ډاکټرانو ته خبر ورکوي چې د یادې اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په موخه، خپل غوښتنلیکونه د روان هجري شمسي کال د میزان (تلې) میاشتې له ۱۸مې نېټې څخه د میزان (تلې) میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست ته وړاندې کړي. له پورته یادې شوې نېټې څخه وروسته هېڅ ډول غوښتنلیک د منلو وړ نه دی.