د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۴۹ ښارګوټي په بشپړ یا قسمي ډول امارتي تثبیت او استرداد شوي دي
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د خپل فعالیت له پیل راهیسې د هېواد په کچه د ټولو هستوګنیزو ښارګوټو ځمکې تر بررسۍ لاندې نیولي چې له دې جملې څخه ۴۹ ښارګوټي تر دې دمه په بشپړ یا قسمي ډول امارتي تثبیت او استرداد شوي دي.
دا ښارګوټي په کابل، بلخ، ننګرهار، غزني، میدان وردګ، کندهار، هلمند، جوزجان، سمنګان، زابل، فاریاب، بغلان، پروان او کندوز ولایتونو کې موقعیت لري چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمې لخوا د هغو د استرداد پرېکړې صادرې شوې دي.
په دې موده کې په کابل ښار کې ۱۵ ښارګوټي په بشپړ یا قسمي ډول امارتي تثبیت شوي چې له دې جملې څخه د میرویس ښارګوټي شاوخوا ۱۱۰ جریبه ځمکه، د سردار داوود خان ښارګوټي ۵۵۴ جریبه ځمکه، د سناتور جنت ګل ښارګوټي څه باندې ۳۷ زره جریبه ځمکه، د امید سبز ښارګوټي ۱۵۰۷ جریبه ځمکه، د غیبي بابا ښارګوټي څه باندې ۱۰۴۲ جریبه ځمکه، د عمر ګلستان ښارګوټي ۱۱ جریبه ځمکه او د نورو ښارګوټو زرګونه جریبه ځمکې پهکې شاملې دي.
همداراز ۱۰ ښارګوټي چې دیپلوماتیک، بهرآب، خالد بن ولید، امیرعلي شېر نوايي، زینبیه، امرخ، مایار مېنه، شهید ذبیح الله، برادران غضنفر او د خوادي پروژه پهکې شامل دي په بلخ او ۷ ښارګوټي چې سیاسنګ، قاسم آباد ملنګ جان، شمشاد مېنه، دولتزي، حاجي قدیر، سید اسحق ګیلاني او نجم الدین اخندزاده ښارګوټي پهکې شامل دي په ننګرهار کې موقعیت لري او د هغو د بشپړ یا قسمي استرداد پرېکړې صادرې شوې دي.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او اړوندې اختصاصي محکمې په دې موده کې په میدان وردګ کې د شهرنو ښارګوټي د ۱۴۲۸ جریبه ځمکې او په غزني کې د حکیم سنايي ښارګوټي د ۱۲۹۳ جریبه ځمکې، د نوآباد ښارګوټي د ۱۸۴۳ جریبه ځمکې او د سلطان محمود غزنوي ښارګوټي د ۹۱۵ جریبه ځمکې د استرداد پرېکړې هم صادرې کړې دي.
پاتې ۱۳ ښارګوټي چې د استرداد پرېکړې یې صادرې شوې دي په ۹ نورو ولایتونو کې موقعیت لري.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون او دغه راز د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمې، د لسګونو نورو ښارګوټو د قضیو او دوسیو په هکله کار کوي چې ډېر ژر به وروستي شي او په اړه به یې پرېکړې صادرې شي.