د قرارداد د ورکړې تصمیم خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د عدلیې وزارت په پام کې لري، چې د خپل د اړتیا وړ د چمن جوړولو او د یو پایه توغ نصبولو پروژه د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د کارته نو په لومړي سړک کې د نسیم زاهد افغان ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته چې د (۴۷۷۳۱) شمېرې جواز لرونکی دی په یو میلیون او دوسوه پنځوس زره او پنځه سوه څلور اعشاریه پنځه (۱۲۵۴۵۰۴.۵) افغانۍ مجموعي قیمت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې هکله هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د خبرتیا د خپریدو له نېټې څخه تر پنځو تقویمي ورځو پورې په لیکل شوي بڼه له دلیلونو سره یو ځای د کابل ښار په دارالامان ساحه کې د عدليې وزارت په ودانۍ کې، د یاد وزارت د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دغه خبرتیا د قراداد د عقد په معنی نهده او د پورته یادې شوې نېټې او د راتلونکو قانوني مراحلو بشپړولو پورې، قرارداد نهمنعقد کېږي.