د قرارداد د ورکړې تصمیم خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د عدلیې وزارت په پام کې لري، د خپل د اړتیا وړ د (۷) قلمه اجناسو (کمپیوټر او پرنټر) د تدارک پروژه د کابل ښار د ۱۱ ناحیې اړوند د خیرخانې په ساحه کې د نعیم پریمیر لمېتد سوداګریز شرکت ته چې د (۶۴۹۱۷) شمېرې جواز لرونکی دی په څلور میلیونه او دوسوه پنځلس زره او درې سوه (۴۲۱۵۳۰۰) افغانۍ مجموعي قیمت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې هکله هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د خبرتیا د خپریدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې په لیکل شوي بڼه له دلیلونو سره یو ځای په دارالامان ساحه کې د عدليې وزارت په ودانۍ کې، د یاد وزارت د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دغه خبرتیا د قراداد د عقد په معنی نهده او د پورته یادې شوې نېټې او د راتلونکو قانوني مراحلو بشپړولو پورې، قرارداد نهمنعقد کېږي.