د جهادي آثارو د ساتنې قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د جهادي آثارو د ساتنې قانون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا له توشېح څخه وروسته د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ذوالقعدة الحرام د میاشتې په ۱۵مه نېټه په ۱۴۹۲ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ.
د جهادي آثارو د ساتنې په قانون کې یوه مقدمه، دوه بابونه، دوه فصلونه او ۱۴ مادې شاملې دي چې د تطبیق مرجع یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست دی.
په دې قانون کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست تشکیل، وظیفې یې او د امریکايي اشغال په وړاندې د ۲۰ کلن سپېڅلي جهاد په اوږدو کې د جهادي آثارو د راټولولو او تنظیمولو، د دغې دورې د جهادي آثارو او اسنادو د ثبت او د دغو آثارو د خپرولو د څرنګوالي په برخه کې د دې ریاست د بېلابېلو برخو وظیفې بیان شوي دي.
د دې قانون پر بنسټ، یاد ریاست همداراز مکلف دی چې د امریکايي اشغال په وړاندې د شل کلن سپېڅلي جهاد تاریخچه، د طالبانو د اسلامي تحریک د پیل کېدو لاملونه، د اسلامي امارت د لومړۍ دورې د واکمنۍ بشپړ معلومات او همدارنګه د شورویانو او انګریزانو په وړاندې د مسلمانانو او مجاهدینو د جهاد او قربانیو تاریخچه په بشپړه توګه ولیکي.
محترم هېوادوال کولای شي چې د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په الکترونیکي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویبپاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي. د یاد قانون د چاپ او خپرولو حق د عدلیې له وزارت سره محفوظ دی او غیرقانوني چاپ یې ممنوع دی.
ډیټابیس: http://laws.moj.gov.af/ShowLawPersian.aspx
تلګرام: https://web.telegram.org/k/#@ministryofjusticeafghanistan