د عدلیې وزارت په تېر یو کال کې ۳۵۶ تنو ته د دفاع وکالت نوي جوازونه وېشلي دي

barekzai_admin
Tue, Apr 21 2026 12:02 PM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال په ترڅ کې، د ازموینې له اخیستلو او د قانوني بهیر د مراحلو له تېرولو وروسته ۳۵۶ نویو مدافع وکیلانو ته د فعالیت جوازونه وېشلي دي.

همدارنګه یاد وزارت په دې موده کې د ۱ زرو ۷۶۱ مدافع وکیلانو د فعالیت جوازونه تمدید کړي دي چې دا مهال په ټول هېواد کې ۲ زره او ۱۲۳ مدافع وکیلان فعالیت لري.

د عدلیې وزارت په منظم ډول د مدافع وکیلانو له فعالیتونو څخه هم څارنه کړې ده چې په مجموع کې ۶۵۳ دارالوکالې تر څارنې لاندې نیول شوې دي او په مرکز کې ۸۵ دارالوکالې د سرغړونو له امله تړل شوې دي. همدارنګه د مدافع وکیلانو ۵۲ شکایتونه بررسي شوي او له ۳۶۳ څخه زیاتو مدافع وکیلانو ته توصیې شوې تر څو د اصولو او قوانینو مطابق فعالیت ترسره کړي.

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د مدافع وکیلانو ۱۵۳ شکایتونو ته هم رسېدګي کړې ده او د هغوی نور شکایتونه او ستونزې تر بررسۍ لاندې دي.

د عدلیې وزارت د تېر کال په اوږدو کې د دفاع وکالت د ورودي ازموینې پنځمه دوره هم د سلګونو غوښتونکو په ګډون ترسره کړې او هغو غوښتونکو ته چې ازموینه یې په بریالیتوب سره بشپړه کړې، د فعالیت جوازونه وېشلي دي. ټاکل شوې ده چې په ۱۴۰۵ هجري شمسي کال کې د دې ازموینې شپږمه دوره ترسره شي.