د عدلیې وزارت لخوا د تېر یو کال په ترڅ کې ۲۲۷ خیریه بنسټونو او اتحادیو لپاره د فعالیت د جوازونو وېش

barekzai_admin
Sun, Apr 19 2026 9:09 AM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال په ترڅ کې ۶۳ خیریه بنسټونو او ۱۶۴ اتحادیو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي او دغه ټولنې عملاً په مرکز او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت ترسره کوي.

دغه راز یاد وزارت د همدې مودې په اوږدو کې په دوامداره توګه د ۱۸۱ ټولنو (خیریه بنسټونه او اتحادیې) له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړی چې د دغه نظارت په پایله کې ۳۶ خیریه بنسټونه او اتحادیې د سرغړونو له امله تړل شوي او د ۱۶ ټولنو جوازونه لغوه شوي دي.

نظارتي پلاوي د ټولنو د فعالیتونو د نظارت په ترڅ کې د هغو مسؤولینو ته د اصلاحاتو، همغږۍ، له اړمنو سره د مرستې او له خلکو سره د ښه چلند په اړه لازمې توصیې وړاندې کړي دي. همدارنګه هغو ټولنو چې خپلې ستونزې له عدلیې وزارت سره شریکې کړي، دغه وزارت د هغوی ستونزې حل او فصل کړي دي.

اوس مهال د ۳۹۹ اتحادیو او ۲۸۱ خیریه بنسټونو په شمول ۶۸۰ ټولنې په عدلیې وزارت کې ثبت دي چې د هېواد په کچه فعالیت ترسره کوي.

د عدلیې وزارت په دوامداره توګه د خیریه بنسټونو د جواز د ترلاسه کولو د شرایطو د لا اسانتیا لپاره کار کوي ترڅو د دغو بنسټونو د جواز غوښتونکي وکولای شي په اسانه توګه د جواز د ترلاسه کولو بهیر بشپړ کړي او له اړمنو هېوادوالو سره مرسته او همکاري پیل کړي.

دغه وزارت د خیریه بنسټونو او اتحادیو پر مسؤولینو هم ټینګار کوي چې دغو ټولنو ته سوداګریزه بڼه ورنه ‌کړي او د عاید سرچینې په توګه ترې ګټه ‌پورته نه‌ کړي؛ بلکې له نظام سره په همغږۍ کې د خلکو د ستونزو د حل لپاره هلې ځلې وکړي.

د عدلیې وزارت ټینګار او پاملرنه پر دې ده چې خیریه بنسټونه دې اړمنو ته مرستې په عزتمندانه توګه وړاندې کړي او له هر هغه عمل څخه ډډه وکړي چې د اړمنو د تحقیر یا سپکاوي لامل کېږي. یاد وزارت د دغه ډول مواردو د مشاهدې په صورت کې له سرغړونکو خیریه بنسټونو سره جدي او قانوني چلند کوي.