د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

 د دفاع وکالت د جواز ټولو غوښتونکو ته خبر  ورکول کېږي، چې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د دلوې (سلواغې) د میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې له ۲۱مې نېټې سره سمون لري پيلېږي او د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د حمل (وري) د میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې به چې د شوال المکرم میاشتې له ۲۱مې نېټې سره سمون خوري، دوام ولري.

د نوم لیکنې پروسه یواځې د عدلیې وزارت په مقر کې د مدافع وکیلانو په ریاست کې ترسره کېږي او د نوم لیکنې پر مهال د غوښتونکي حضور حتمي دی.

د غوښتونکو صورت او سیرت باید په نبوي صلی الله علیه وسلم سنتو برابر وي، پرته‌له دې د نوم لیکنې پروسه کې نه‌شاملیږي.

نوم لیکنې لپاره اړین اسناد:

د عدلیې وزارت د محترم مقام په عنوان رسمي عریضه

د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي د تحصیلی اسنادو رنګه کاپي

د تابعیت تذکرې رنګه کاپي

څلور قطعي عکسونه ۴/۳

د ورودي ازموینې فورمه ډکول (۵۰۰افغانۍ)

په شرایطو د برابرو وروستنی فهرست، د کارتونو د وېش او د ازموینې اخېستو نېټه وروسته اعلانیږي.

د دفاع وکالت د ورودي ازموینې سرچینې:

  • عقیدة الطحاوی
  • مجلة الاحکام العدلیة (د عمومیاتو، دعوا، بینات، تحلیف، قضاء، وکالت او عقود برخې)
  • د عدلي محکمو اداري اصولنامه
  • د عدلي محکمو حقوقي اصولنامه
  • د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلاره
  • د میراث حقوق
  • د جنایاتو فقه (د حدودو برخه)
  • هدایه (د شفعې برخه)