د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د عدليې وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د نادرپشتون جادې ختیځ کې د عدلیې وزارت د املاکو (۶) دوکانونو د اجارې ورکړې په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د شرطنامې نقل د (۱۰۰۰) افغانیو په بدل کې د اعلان د خپریدو له نېټې څخه تر ۱۰ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي، د آفر پرانیست غونډه د ۱۴۰۴/۱۰/۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د عدليې وزارت په دوهم پوړ، کیڼ لور د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کېږي.
له داوطلب څخه د آفر تضمین درېسوه زره (۳۰۰۰۰۰) افغانۍ بانکي تضمین یا نغدې پیسې اخیستل کېږي، ناوخته رارسیدلې او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.