د دفاع وکالت د ستاژ د نوم‌لیکنې د پیل په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت د دفاع وکالت هغو متقاضیانو لپاره چې د جواز ترلاسه کولو په موخه یې د دفاع وکالت ورودي ازموینه په بریالیتوب سره پای ته رسولې ده او کاري تجربه نه لري، ډېر ژر د دفاع وکالت د ستاژ نوې دوره پیلوي.

له همدې امله، له هغو متقاضیانو څخه چې یاده ازموینې یې تېره کړې او نومونه یې د همدې خبرتیا لاندې په فهرست کې راغلي دي غوښتنه کېږي چې د دفاع وکالت د ستاژ په دې دوره کې نوم‌لیکنه د روان کال د عقرب (لړم) د میاشتې له ۱۵ نېټې پیلېږي او د قوس (لیندۍ) د میاشتې تر ۱۵ نېټې پورې د یوې میاشتې لپاره دوام لري.

محترم متقاضیان دې د ټاکل شوې مودې په ترڅ کې د نوم‌لیکنې په موخه د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست د قوانینو د مطالعې، تشریح او زده‌کړې ریاست ته مراجعه وکړي.

د دفاع وکالت ستاژ ته د ورپېژندل شویو مدافع وکیلانو فهرست