د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د پنځمې دورې د تجربه‌لرونکو متقاضیانو د لیست اعلام

barekzai_admin
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت ددفاع وکالت د ورودي ازموینې پنځمې دوره د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د میزان (تلې) د میاشتې په ۲۲ نېټه د ۵۴۳ تنو په شرایطو برابرو د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو په ګډون سره واخیسته.

د ازموینې په دې دوره کې له ۵۴۳ حاضرو ګډونوالو څخه، ۱۸۱ تنو وشو کولای چې د ټاکل شویو نمرو په ترلاسه کولو سره بریالي شي.

له ۱۲۷ تنو تجربه‌لرونکو متقاضیانو څخه هیله کېږي چې د خپلو اسنادو د مراحلو تېرولو په موخه د عقرب (لړم) د میاشتې ۶مې څخه د قوس (لیندۍ) د میاشتې تر ۶مې نېټې د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست ته مراجعه وکړي. دغه راز هغه مدافع وکیلان چې تجربه نه لري راتلونکې خبرتیا لپاره دې انتظار وکړي.

د تجربه لرونکو متقاضیانو فهرست