د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
Sun, Oct 26 2025 8:55 AM
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د چارو ریاست اړوند د (د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د فعالیت د نظارت د بورد غړی) د څلورمې رتبې یو بست  له ۱۴۰۴/۸/۳ څخه تر  ۱۴۰۴/۸/۱۳ هـ . ش نېټې پورې  چې د ۱۴۴۷/۵/۳ تر ۱۴۴۷/۵/۱۳ هـ . ق سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د فعالیت د نظارت د بورد غړی
بست: (۴)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: د انسجام عمومي ریاست د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د چارو ریاست

راپور ورکوونکی: د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د فعالیت د نظارت آمر

د پست موقعیت:  کابل

د پست شمېر: ۱

د دندې موخه:

د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، طرزالعملونو او د اړوند نافذ شویو تقنینو سندونو په مطابقت کې د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د فعالیت د څرنګوالي نظارت.

 

اساسي دندې:

  • د اړوند ډیټابېس له مخې په عدليې وزارت کې د ثبت شویو ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د شمېر د تشخیص او د موقعیت تثبیت په موخه د بشپړ لیست ترتیب کول؛
  • وخت په وخت په عدلیې وزارت کې د ثبت شویو ټولنو او ټولنیزو بنسټونو له دفترونو څخه نظارت؛
  • د نافذ شویو تقنیني سندونو د حکمونو او اړوندې اساسنامې  په مطابقت د ټولنو او ټولنیزو بسنټونو د غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي په منظور د فعالیتونو د څرنګوالي نظارت او بررسي؛
  • د بې‌جوازه او د نېټې پوره شوي جواز درلودونکو د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو دفترونو تشخیص او تړل؛.  
  • د نافذ شویو تقنیني سندونو او اړوندې اساسنامې  په مطابقت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د فعالیتونو د راپور بررسي؛

مدیریتي دندې:

  • د ادارې ټاکل شویو موخو ته درسیدو په موخه له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار، کلني کاري پلان ترتیبول؛
  • د اړوندې ادارې د موخو او پروګرامونو د پلي کېدو لپاره د مسلکي مشورو وړاندې کول او تصمیم نیول؛
  • د ادارې د رهبرۍ د خبرولو په موخه د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د عندالضرورت راپور وړاندې کول؛
  • دقوانینو، مقرراتو او د ادارې د موخو مطابق د ذیصلاح مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛

د همغږۍ دندې:

  • د متوقعه موخو ترلاسه کولو په موخه د ریاست له څانګو او نورو برخو سره همغږي او د اړیکو تأمین.

د استخدام شرایط:

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونه‌اوسي.

سویه تحصیلی

لږ تر لږه د اسلامیاتو، شرعیاتو، حقوقو، اداره او عامه پلالیسۍ، اجتماعي علومو، ژورنالیزم، د سوداګرۍ اداره، اقتصاد، ادبیاتو په یوې څانګه کې د لیسانس تحصیلي سند درلودل په یادو څانګو کې لوړو درجو لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه:

  • لږ تر لږه یو کال.

لازم مهارتونه:

  • د اړوندې ادارې/وزارت د پالیسۍ د تطبیق وړتیا؛
  • په یوې رسمي (دري یا پښتو) ژبه تسلط؛
  • د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارت؛

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.