په بدخشان ولایت کې کابو ۳۸ جريبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي پرېکړې په اساس امارتي ثابته شوه
د شمال زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د بدخشان ولایت په مرکز کې د کابو ۳۸ جریبه ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره پرېکړه وکړه چې یاده شوې ټوله ځمکه امارتي ده.
دا ځمکه په ۱۵ قطعه کې شامله ده او د فیض آباد ښار د دوهمې ناحیې په خواجه معروف کلي کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع په دقیق ډول بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې دوسیه رسماً د شمال زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.
یادې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو او د متصرفینو د دفاعیې چې ځمکه یې له ښاروالۍ څخه اخیستې د نهثابتیدو وروسته، پرېکړه وکړه چې یاده ځمکه امارتي ملکیت دی.
د هېواد په کچه د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو او د امارتي ادارو د معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي او تر ادعا لاندې ځمکو په اړه پرېکړه کوي.