په لوګر کې ۵۴۷۰ جريبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي پرېکړې په اساس امارتي ثابته شوه

barekzai_admin
Thu, Oct 23 2025 11:28 AM
.

 د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د لوګر په مرکز کې د آبچکان دښتې په نامه، د کابو ۵۴۷۰ جریبه ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره پرېکړه وکړه چې یاده شوې ټوله ځمکه امارتي ده.

آبچکان دښته د لوګر ولایت په مرکز، پل علم ښار کې او د پادخواب شانه کلي په سویل او د کابل پکتیا عمومي سړک په ختیځ او لویدیځ کې موقعیت لري. د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع په دقیق ډول بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې د یادې دښتې دوسیه رسماً د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

یادې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو او د ځمکې د شخصي‌والي د نه‌ثابتیدو وروسته پرېکړه وکړه چې د دغې دښتې ټوله ځمکه په ۵۴۷۰ جریبه مساحت سره، امارتي ملکیت ده.

د هېواد په کچه د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو او د امارتي ادارو د معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي او تر ادعا لاندې ځمکو په اړه پرېکړه کوي.