د کنړ ولایت له زلزله ځپلو سره د مرستې غوښتنې په اړه د عدلیې وزارت اعلامیه

په ډېرې خواشینۍ سره چې د تېرې شپې د سختې زلزلې په پایله کې په کنړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې زموږ سلګونه تنه هېوادوال شهیدان او سلګونه نور ټپیان شوي او له دې پېښې څخه نور زیانونه هم اوښتي چې زموږ ولس لپاره لوی غم او خفګان دی. د اسلامي امارت د عدلیې وزارت رهبري د یادو پېښو د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره د تسلیت او خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ شهیدانو لپاره د لوی څښتن تعالی له دربار څخه جنت او ټپیانو لپاره عاجله شفا غواړي.
د دې پیښې له امله د رامنځته شوي زیان او تلفاتو د کچې په پام کې نیولو سره، زموږ د هېواد ګڼ شمېر وګړي په ځانګړې توګه په کنړ ولایت کې چې ډېر شهیدان او ټپیان لري بیړنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري؛ له دې امله د عدلیې وزارت د هېواد له ټولو خیریه بنسټونو او اتحادیو څخه چې په دې وزارت کې ثبت شوي دي غوښتنه کوي چې زلزله ځپلو لپاره د مرستو راټولولو او ویشلو په برخه کې اقدام وکړي.
سربېره پر دې له ملي سوداګرو، سوداګریزو شرکتونو او ټولو هېوادوالو غوښتنه کوو چې د یادو ولایتونو زلزله ځپلو ته د روغتیايي، خوړو، کالیو او سرپناه مرستو رسولو او ویشلو په برخه کې له هېڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.