له راستنېدونکو کډوالو سره د خیریه بنسټونو، د معاملاتو لارښوونې د دفترونو او د جایدادانو د مالکانو د همکارۍ په اړه د عدلیې وزارت اعلامیه

barekzai_admin
Sun, Apr 13 2025 3:00 PM
.

 لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر زیاتوالۍ موندلی؛ په داسې حال کې چې ګڼ شمېر دغه کډوال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د افغانستان په داخل کې هېڅ ډول امکانات او یا سرپناه نه لري.

له همدې امله، د عدليې وزارت له ټولو خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې له راستنو شویو کډوالو سره د مرستې او د هغوی د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې له هېڅ ډول هلوځلو څخه ډډه ونه‌کړي او څرنګه چې یې په نورو بېړنیو پېښو کې د خپلو هېوادوالو لاس‌نیوی کړی، په دې برخه کې هم اغیزمن اقدامات ترسره کړي.

د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې له ټولو دفترونو څخه چې له دغه وزارت څخه د فعالیت جواز لري هم غوښتنه کوي چې له راستنو شویو کډوالو سره د جایدادونو د کرایې د ورکولو په برخه کې، هر اړخیزه همکاري وکړي او د واقعي بیو خلاف په لوړه بیه د کورونو په کرایه ورکولو او د اصولو خلاف د کمېشن له اخیستلو څخه ډډه وکړي.

همداراز، د جایدادونو له هغو مالکینو څخه چې خپل کورونه په کرایه ورکوي غوښتنه کېږي چې له بېرته راستنو شویو کډوالو سره همکاري وکړي او خپل جایدادونه هغوی ته په مناسبه کرایه ورکړي.