د کارموندنې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د مالي او اداري ریاست اړوند د عیبیابۍ او ترمیم د څلورمې رتبې یو بست له ۱۴۰۴/۱/۲۳ څخه تر ۱۴۰۴/۲/۴ نېټې پورې د ۱۰ کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: د عیبیابۍ او ترمیم متخصص
بست: (۴)
وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت
اړونده څانګه: مالي او اداري ریاست
د پست موقعیت: کابل
د پست شمېر: ۱
د دندې موخه: د معلوماتي تکنالوژۍ د هغو وسایلو عیبیابي او ترمیم چې ترمیم ته اړتیا لري.
دندې او مسؤولیتونه:
د استخدام شرطونه:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونهاوسي.
تحصیلي څانګه: لږ تر لږه د کمپیوټر انجنیرۍ، کمپیوټرساینس او معلوماتي تکنالوژۍ په یوې څانګه کې د تحصیلي سند درلودل، چې د لوړو زدهکړو محترام وزارت لخوا تائید شوي اوسي.
کاري تجربه:
- لږ تر لږه یو کال.
مهارت های لازم:
- په یوې رسمي ملي ژبه (پښتو یا دري) تسلط.
- د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارت.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.