د داوطلبۍ خبرتیا

barekzai_admin
.

Publish Date

Closing Date

د عدلیې وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د دغه وزارت د اړتیا وړ (دوه ډوله تېلو د A۹۲ پطرولو ۹۰۰۰۰ لیتره تیل او د LOS۶۲ ډیزلو ۶۰۰۰۰ لیترو تیل)  د تدارک پروژې په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د شرطنامې یو نقل د اعلان له خپرېدو نېټې څخه تر۲۱ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، د آفر پرانیست غونډه د ۱۴۰۴/۱/۱۰ نېټه د شنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۳۰ بجو، د عدلیې وزارت دوهم پوړ، کین لور ته د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کېږي.

له داوطلب څخه د آفر تضمین (۴۰۰۰۰۰) څلور سوه زره افغانۍ بانکي تضمین یا نغدي پیسې اخیستل کېږي، ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.