د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
Mon, Mar 03 2025 12:40 PM
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت لوړو موخو ته د رسیدلو، کار اهل د کار د سپارلو په موخه د عدلیې وزارت د اړتیا وړ د ژمن انساني ځواک د جذب او استخدام په منظور د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې مسلکي غړی (انګلیسي ) درېیم رتبه یو بست له  ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ تر ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ هـ . ش مطابق ۱۴۴۶/۹/۲ تر ۱۴۴۶/۹/۱۲ هـ . ق نېټې پورې د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د تقنیني سندونو د ژباړې مسلکي غړی (انګلیسي)

بست: (۳)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست

د پست موقعیت: کابل

د پست شمېر: ۱

د دندې موخه:د ملي او نړیوالو منل شویو اصولو، موخو، پالیسۍ، برنامو او ستندردونو سره په مطابقت کې په معیاري بڼه له انګلیسي ژبې څخه پښتو یا دري ته او د هغې برعکس د تقنیني سندونو دقیقه ژباړه .
د استخدام شرایط:
۱. د افغانستان تابعیت ولري.
۲. عمر یې له (۱۸) کلونو کم او له (۶۴) کلونو زیات نه وي.
 تحصیلي سویه:
۳. لږ تر لږه د انګلیسي ادبیاتو، شرعیاتو، حقوقو په یوې څانګه کې او یا په دې معادل د هېواد له داخل یا بهر څخه د دینې مدرسو د لیسانس سند درلودل چې د لوړو زده کړو وزارت له‌خوا تأیید شوي اوسي. د یادو څانګو په برخه کې لوړې تحصیلي درجې ته ارجحیت ورکول کېږي.

کاري تجربه:
۱. د دندې اړوند لږ تر لږه یو کال تجربه ولري.

لازم مهارتونه:
۱.  د هېواد پر یوې رسمي ژبه (پښتو یا دري) تسلط او د ژباړې په برخه کې پر انګلیسي ژبې بشپړ تسلط.
۲.  د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارتونه.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.