په یوه وخت کې د دوه ځايه دندې نه ترسره کولو په هکله د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله تعالی حکم

barekzai_admin
Thu, Jan 16 2025 10:33 AM
.

بسم الله الرحمن الرحيم

په یوه وخت کې د دوه ځايه دندې نه ترسره کولو په هکله د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله تعالی حکم

ګڼه: (۲۶۸۷)

نېټه: ۷/۱۲/ ۱۴۴۳ هـ.ق

د اسلامي امارت هېڅ مسوول کس هغه که ټيټ رتبه وي او که لوړ رتبه؛ نه شي کولای چې په یوه وخت کې دوه ځايه په رسمي ډول دنده اجراء کړي، لهذا كوم کسان چې دوه ځايه دندې ترسره کوي د يوه ځای دنده دې پرېږدي.

والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته

اميرالمؤمنين شيخ القرآن والحديث

مولوي هبة الله اخندزاده

دا حکم د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدة الحرام د میاشتې په ۲ نېټه د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د غبرګولي د میاشتې د لومړی نېټې مطابق، په ۱۴۳۲ ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی چې د هېوادوالو د پوهاوي په موخه یوځل بیا خپریږي.